د پاکستان په شمال لوېديځ کې یو پوليس وژل شوی

د پاکستان سرحدي ځواکونه

د پاکستان په شمال لوېديځ کې افغانستان سره په پوله وسله والو جنګياليو د امنيتي ځواکونو پر موټر ډزې کړي او يو پوليس يې وژلی.

د پوليسو وياند فتح الله خان ويلي دي چې پېښه پرون د خيبرپښتونخوا بنو ته څېرمه په دوغر عمرزي کلي کې شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په پاکستان کې دا ډول پېښې وروسته له هغې زیاتې شوې چې تحریک طالبان پاکستان د اسلام اباد له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې په ټول هېواد کې د بریدونو امر وکړ.