سلګونه عیسویانو نن د اوکراین د پلازمېنې کییف په پیچیرسک لاورا عبادتځای کې د ارتودوکس کلیسا د کرسمس جشن په یو لړ مراسمو کې ونمانځه.
دا کلیسا له جګړې مخکې د روسیې د ارتودوکس کلیسا یوه برخه وه، خو په تېر مې میاشت کې یې خپل اړیکې ورسره پرې کړل.
اوکراین سږنی کرسمس په داسې حال کې نمانځي چې د روسیې له اشغال سره لاس ګرېوان دی.
د لاورا کلیسا مشر په خپله وینا کې وویل، اوکراین له معنوي پلوه له روسیې سره روانه جګړه ګټلې.