د طالبانو حکومت د برېتانیا د 'شهزاده هري' پر وروستیو اعترافونو غبرګون وښود

۳۸ کلن شهزاده هري په افغانستان کې دوه ځلې پوځي دنده ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه اعلامیه کې ویلي، د هري له‌خوا دا اعتراف چې ۲۵ وسله‌وال طالبان یې په افغانستان کې وژلي «دا څرګندوي چې دغه ډول جنایتونه یوازې تر شهزاده هري پورې منحصر نه‌دي.»

شهزاده هري د خپل ژوندلیک په یوه برخه کې ویلي چې، په افغانستان کې یې په ۲۰۱۲م او ۲۰۱۳م کلونو کې په شپږو ماموریتونو کې ونډه اخیستې ده.

ده د خپل ماموریت پر مهال د ۲۵ وژل شویو کسانو په اړه هم لیکلي، چې ده د شطرنج له دانو سره تشبيه کړي دي.

د شهزاده هري دغو څرګندونو ته په برېتانیا کې دننه کې ګڼو کسانو عکس العمل ښوولی او پرون ډېرو رسنیو ورباندې بحثونه وکړل.