د پاکستان پوځ وزيرستان کې د يوولس جنګيالو د وژلو ادعا کړې

پاکستاني پوليس

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې یوولس جنګیالي يې د وزیرستان په قبایلي سیمه واڼه کې افغانستان پولې ته څېرمه په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي.

دغه سیمه په دې وروستیو کې د جنګیالو د پرله‌پسې بریدونه شاهده وه.

د پاکستان پوځ پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل، په وژل شویو کسانو کې د جنګیالو یو قومندان او دوه انتحاري بم ایښودنکي هم شامل دي.

د پاکستان د پوځ یو لوړپوري چارواکې د نوم نه‌ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دغه ټول جنګیالي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي غړی وو.

تر اوسه ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ ددې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.