طالبان د لسو کورنيو رسنيو جوازونه بندوي

هشت صبح ورځپاڼې، وېب‌پاڼه

لس کورنۍ رسنۍ په هغو ورځپاڼو، خبري بنسټونو او وېبپاڼو کې شاملې دي چې طالبان غواړي د فعالیت جوازونه یې بند کړي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل چې هشت صبح، صبح کابل، اطلاعات روز، راه مدنیت او آماج نیوز ورځپاڼې، افغان، افق، پېشګو او رها خبري اژانسونه او نیمرخ وېب‌پاڼه د دې لسو رسنیو له ډلې دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته په دې برخه کې د محکمې د پرېکړې په اړه وویل: "موږ په محکمه کې ګډون وکړ او خپلې اندېښنې او موجه دلایل مو له محکمې سره شریک کړل. قضايي پلاوي زموږ دلایل ومنل او پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله صورت دعوا محکمې او موږ یعنې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ ته وسپاري څو پر رسنیو لګېدلي تورونه وڅېړل شي او دفاعیه محکمې ته وړاندې کوو."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د څار د برخې مشر عبدالحق حماد له دې مخکې ویلي و چې د پنجشنبې په ورځ به د هغو رسنیو د جوازونو د لغو کېدو په اړه پرېکړه وشي چې خاوندان یې په بهر کې دي.

ښاغلي حماد د ملي ټلوېزیون په یوه بحث کې دا رسنۍ چې ده یې نومونه افشا نه‌کړل د طالبانو د حکومت پرضد په تبلیغ او تفرقه اچولو تورنې کړې خو د دې رسنیو د جوازونو د بندولو په اړه د محکمې پرېکړه وځنډېده.

یو شمېر خبریالان او د خصوصي رسنیو خاوندانو د طالبانو دا اقدام د رسنیو او د بیان د ازادۍ د ځپلو په هدف د هڅو یوه برخه بللې ده.