د ترکیې عالي محکمې پرون پنجشنبه د دغه هېواد د یوه کُردپلوه ګوند د شتمنۍ د لنډمهاله کنګل کېدو حکم ورکړ.
دغه محکمه پر دې غور کوي، چې له کُرد جګړه مارو سره د ارتباط د تورونو له کبله دغه ګوند منحل کړي که څنګه.
دا حکم داسې وخت صادرېږي، چې څو اوونۍ مخکې د ترکیې یوه مخکښ څارنوال د اساسي قانون له محکمې غوښتنه وکړه، هغه بانکي حسابونه وتړي چې د خلکو ډیموکراتیک ګوند ته چې په ترکیه کې درېیم لوی ګوند دی، لګښتونه ورکوي.
دغه څارنوال په وار- وار هڅه کړې چې د ټروریزم اړوندو تورونو له کبله دغه ګوند وتړي، خو دغه حرکت ته تر ډېره د جون میاشتې تر ټاکنو مخکې پر اپوزیسیون د زیاتېدونکي فشار په سترګه کتل کې.
د اساسي قانون مخکې د خلکو ډیموکراتیک ګوند ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې د څارنوال له غوښتنې سره سم استدلال وړاندې کړي.