د ايران په يوه زندان کې ۱۵ ښځو د نه‌خوړلو اعتصاب پيل کړی

ايران کې يو شمېر معترضې مېرمنې

هغو ۱۵ ایرانۍ ښځو چې تهران ته نږدې په کچویي زندان کې بندیانې دي، پر خپل بند او دوی ته په صحي لحاظ پر بې‌غورۍ د اعتراض له کبله یې غذايي اعتصاب پیل کړی دی.

په دغو ښځو کې ۲۲ کلنه ارمیتا عباسي هم شامله ده، چې د اکتوبر میاشتې پر لسمه په کرج ښار کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د اعتراضونو پر مهال نیول شوې ده.

ایران کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ځوانې ښځې په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

د عباسي مور په انسټاګرام کې لیکلي، چې د غذايي اعتصاب له کبله د زندان مسوولان اجازه نه ورکوي، چې له خپلې کورنې سره ټلیفوني خبرې وکړي.

د هغې په خبره محکمې اجازه نه‌ده ورکړې چې لور یې ارمیتا عباسي کوم مدافع وکیل ولري.

په نوامبر میاشت کې CNN ټلوېزیوني شبکې په یوه تحقیقي راپور کې ویلي وو، چې د ارمیتا عباسي په ګډون د وروستیو اعتراضونو پر ځینو نیول شویو کسانو جنسي تېري شوي دي.