د افغانستان يو شمېر ولايتونو کې زلزله شوې

انځور - ارشيف

یوې زورورې زلزلې د افغانستان د هندوکش غرونه ولړزول او ټکانونه یې د افغانستان د شمالي ولایتونو تر څنګ په پاکستان کې هم احساس شوي دي.

د جرمني د ځمک‌پوهنې تحقیقاتي مرکز (GEZ) د ریښتر په مقیاس د دې زلزلې شدت ۶ درجې ښوولی دی.

دغه مرکز وايي پرون ماښام د دې زلزلې مرکز تر ځمکې ۱۹۱ کیلومتره لاندې و.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي، د زلزلې مرکز د بدخشان جرم ولسوالۍ کې و.

د مالي یا هم ځاني زیان په باب لا راپور نه دی ورکړل شوی دی.