طالبانو د يو شمېر رسنيو د جوازونو په باب خپله پرېکړه ځنډولې

کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک‌خونه، انځور - ارشيف

د طالبانو د ابتدایه محکمې هغه پرېکړه وځنډېده چې غوښتل یې د شا و خوا لسو رسنیو د فعالیت د جواز د غځېدو یا نه غځېدو په باب وه.

په پام کې وه، دغه پرېکړه پرون پنجشنبه وشي.

د افغانستان د ژورنالستانو د اتحادیې مشر، حجت اله مجددي تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ په محکمه کې ګډون وکړ او خپلې اندېښنې او موجه دلایل مو له محکمې سره شریک کړل. قضايي هیئت زموږ دلایل ومنل او پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپل صورت دعوا محکمې او موږ یعنې د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټ ته وسپاري، چې پر رسنیو لګېدلي تورونه وڅېړل شي او دفاعیه محکمې ته وړاندې کوو."

تر دې مخکې د طالبانو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد ویلي وو، چې د پنجشنبې په ورځ به د ځینو هغو رسنیو د جوازونو د لغوه کېدو په اړه پرېکړه وشي، چې خاوندان یې په بهر کې دي.

هغه د ملي راډیو ټلوېزیون په یوه بحث کې دغه رسنۍ، چې نومونه یې نه‌دي افشا شوي، د طالبانو د حکومت په خلاف په تبلیغ او تفرقه اچولو تورنې کړې.

خبریالانو او د خصوصي رسنیو خاوندانو د طالبانو دغه اقدام په افغانستان کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ د ځپلو د هڅو یوه برخه بللې ده.