د اسلامي عالمانو نړيوال اتحاد: ملا هبت الله اخندزاده زموږ له پلاوي سره له کتنې ډډه کړې

د اسلامي عالمانو د اتحاديې پلاوی، انځور - ارشيف

د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد وايي، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده د دوی له جګپوړي پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده.

د دې اتحاد عمومي منشي شیخ ډاکټر علي القره داغي په هغه اعلامیه کې چې دې ټولنې پرون خپره کړې ویلي، د دوی پلاوی د اسلامي او ورورۍ اړیکو د لا ټینګښت په نیت افغانستان ته روان و.

د هغه په وینا دغه سفر تېره میاشت یعنې مخکې تر دې چې طالبان د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بندیزونه ولګوي پلان شوی و.

اعلامیه وايي، په پام کې وه، د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد هیئت په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره په کتنه کې پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د طالبانو ویاندویانو لا د دې موضوع په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ ځینو خصوصي رسنیو راپور ورکړی و، چې ملا هبت الله اخندزاده له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم د کتنې غوښتنه رد کړې ده.