طالبانو له یوې چینایي کمپنۍ سره د اموسیند د نفتي حوزې تړون لاسلیک کړ

د طالبانو د حکومت له لوري له چينايي شرکت سره د تړون لاسليکول

د طالبانو د کانونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه تړون نن د کانونو د سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور او د چین د (CPEIC) کمپنۍ ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پروژې په پلې کېدو سره به څو کاله وروسته افغانستان د تېلو د کېندنې له اړخه پر ځان بسیا او شاوخوا درې زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د امو سیند نفتي حوزه ۴،۵۰۰ کیلومتره مساحت لري چې په درېیو شمالي ولایتونو جوزجان، سرپل او فاریاب کې پرته ده.

د طالبانو حکومت وایي، چینایي کمپنۍ به په لومړي کال کې پر دې سیمه ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي او راتلونکو درېیو کلونو کې به ۵۴۰ میلیونه ډالره نوره پانګه پرې اچوي.

د تړون موده ۲۵ کلونه ښودل شوې ده.