ايران په دغه هېواد کې د فرانسې د څېړنو مرکز بند کړ

د فرانسې بيرغ

ایران د فرانسې له‌خوا د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي د کارتون چاپېدو ته د غبرګون په لومړي قدم کې په تهران کې د فرانسې د څېړنو مرکز بند کړ.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

د فرانسې لانجمنې چارلي هبدو مجلې په تازه ګڼه کې لسګونه کارتونونه چاپ کړي چې خامنه یې په‌کې مسخره کړی دی.

دوی د خپل دې کار لامل د هغو ایرانیانو ملاتړ بللی دی چې د نظام په ضد یې اعتراضونه پيل کړي دي.