جرمني کې د نوي کال په شپه بريدونو جرمنيان اندېښمن کړي دي

جرمني کې د نوي کال په شپه مراسم

په جرمني کې د نوي کال په شپه د خلکو بلواګانو او په برلین او څو نورو ښارونو کې د بېړنیو خدمتونو پر کارکوونکو بریدونو جرمنان بوږنولي دي.

اوس په ټول جرمني کې د اور لوبو او اور غورځونکو پټاقیو د بندیز غوښتنې ډېرې شوي دي.

د جرمني چارواکو ویلي، د نوي کال په شپه یوازې برلین کې ۴۱ پولیس افسران ټپیان شوي او په نورو ښارونو کې هم د اور وژنې پر کارکوونکو لسګونه بریدونه شوي دي.

د برلین ښاروالې فرنزیسکا ګیفي د ځوانانو یوه غونډه رابللې او شوې ګډوډي او بلواګانې یې د نه منلو وړ بللي دي.

په برلین کې د دغو ګډوډیو په تور ۱۴۵ کسان نیول شوي چې ۲۷ افغانان او ۲۱ سوریایان هم په‌کې شامل دي.