د ايران په زندانونو کې ۱۶کسان د شکنجو له کبله وژل شوي دي

ايران کې نيول شوي کسان

په ایران کې د بندیانو د تعقیب کمېټه وايي، سږکال د مظاهرو پر مهال له نیول شویو کسانو ۱۶ تنه په زندانونو کې د شکنجې له کبله وژل شوي دي.

دوی د اعتراف د اخیستلو لپاره د وهلو او یا په مظاهرو کې له ټپي کېدو وروسته د دارو درملو د نه رسېدو له کبله مړه شوي.

د ازادې اروپا فردا څانګه راپور ورکوي د تعقیب کمېټه چې د بندي معترضانو لپاره د عدالت غوښتنې لپاره جوړه شوې چهارشنبه يې په یوه ټوېټ کې د ۱۶ وژل شویو بندیانو نومونه او نور جزییات خپاره کړي.

په ایران کې له تېر سپټمبر راهیسې د یوې ځوانې نجلۍ تر وژل کېدو وروسته د مظاهرو پر مهال د بشري حقونو د مدافع سازمانو د شمېرو له‌مخې ۵۱۶ کسان وژل شوي چې په‌کې لسګونه ماشومان هم شامل دي.