طالبانو پاکستان کې د يو افغان د وژل کېدو پېښه غندلې ده

پاکستاني پوليس

د پاکستان په پنجاب کې د یوه افغان تر وژل کېدو وروسته طالب چارواکو دا پېښه غندلې او له پاکستان یې غوښتي چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي.

په اسلام اباد کې افغان سفارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی پرون تایید کړې چې د پنجاب د اوکاړې په سیمه کې یو افغان موټر چلوونکی د سفارت په خبره «په ډېرې بې رحمۍ سره» وژل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا پېښه غندلې ده.

طالب چارواکو له پاکستانه غوښتي چې د پېښې پوره پلټنه وکړي او عاملین ژر تر ژره ونیسي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې د وژل شوي افغان د جسد د انتقال لپاره هڅې شوي او په اسلام اباد کې افغان سفارت لازمې همکارۍ کوي.

د دغه افغان تبعه د وژل کېدو د څرنګوالي او علت په اړه لا جزییات نه‌دي په ډاګه شوي.