مجاهد: کابل کې ۷ داعش وسله‌وال وژل شوي او ۷ ژوندي نيول شوي

ذبيح‌الله مجاهد

طالبانو کابل کې پر داعش وسله‌والو د پرونیو عملیاتو جزیات خپاره کړي دي.

د طالبانو د حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ یې دوه ځایه په کابل او یوځای د نیمروز په زرنج کې د د داعش پټن‌ځای له‌منځه وړی دی.

دوی وایي، دغو عملیاتو کې ۸ تنه داعش وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې د داعش دغه ډله " خطرناکه شبکه" بلل شوې او ویل شوي چې دوی د چینایي اتباعو پر مېلمستون، هوایي ډګر، پاکستان سفارت او ځینو نورو اهدافو بریدونو کې لاس درلود.

تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي وو، د تېرې شپې په عملياتو کې ۷ داعش وسله‌وال وژل شوي او همدومره نور ژوندي نيول شوي دي.

دا عملیات وروسته تر دې کېږي چې داعش د کابل د پوځي هوایي ډګر مخته د تېرې یکشنبې ورځې د چاودنې مسولیت ومانه.

د طالبانو سرچینو هغه مهال چاودنه کې د لسو تنو وژل تایید کړل، خو رویټرز اژانس د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و. داعش هم د همدې شمېر کسانو د وژلو ادعا کړې وه.