ازاد خبريال فيض الله فيض بخش د طالبانو له بنده خوشې شو

ازاد خبریال فیض الله فیض بخش

طالبانو په کابل کې ازاد خبریال فیض الله فیض بخش له شاوخوا پنځو میاشتو زندان وروسته له بنده ازاد کړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د دې ګام هرکلی کړی او ترې غوښتې یې دي چې یو بل زنداني خبریال هم، چې دغه مرکز یې نوم نه‌دی اخیستی، له بنده ازاد کړي.

په خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې فیض بخش د زندان پنځه میاشتې چېرته او تر کومو شرایطو لاندې تېرې کړي.

فیض الله فیض بخش د تېر کال د اګست په میاشت کې د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو له سیمې عکسونه اخیستل چې طالبانو ونیوه.

طالبانو وړمه ورځ په هرات کې د نوروز راډیو پخوانی مسول مدیر خالد قادري هم له نژدې یو کلن زندان وروسته ازاد کړ.

تر دې وړاندې یوناما ویلي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، دوی په افغانستان کې له خبریالانو سره د ناوړه بشري چلند څه باندې دوه سوه پېښې ثبت کړي دي.