د روسیې په سامارا سیمه کې ځايي اوسېدونکي پرون د هغو محلي سرتېرو د ویر لپاره راټول شوي وو، چې په اوکراین کې وژل شوي وو.
دغه سرتېري تر ټولو خونړۍ دفاعي حملو کې وژل شوي، چې مسکو یې ملامتي پر خپلو سرتېرو اچولې او وايي دوی خپل ټلیفونونه کارول، چې ښايي اوکراین یې په مرسته د دوی د ځای په تثبیت کې کار اخیستی وي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شنبه ۸۹ تنه روسي سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې اوکراین په دونیڅک سیمه کې د مسکو تر کنټرول لاندې میکایفکا ښارګوټي باندې د توپونو حملې وکړې.
د اوکراین پوځ بیا ادعا کوي چې په دې حمله کې د روسیې ۵۰۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ازادۍ راډیو نه ده توانېدلې، چې له دواړو لوریو ورکړل شوي ارقام تایید کړي.