د ارزګان په 'خاص ارزګان' ولسوالۍ کې لس محلي ټولګي سوځول شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولايت موقعيت

د خاص ارزګان ولسوالۍ يوه قومي مخور د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل، دغه ټولګي د دې ولسوالۍ په کوتزي، نکروز، چهار اسياب او شېخه کليو کې د شپې له‌خوا د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي.

دغه قومي مخور ويلي، دا محلي ټولګي چې د CIC موسسې له‌خوا يې ملاتړ کېده، د خلکو په شخصي مېلمستونو کې جوړ شوي وو چې ګڼو ماشومانو زده‌کړې په‌کې کولې.

د سيمې يو شمېر نورو خلکو هم د لسو محلي ټولګيو سوځول تأييد کړي دي.

ازادي راډيو په دې اړه د طالبانو د سيمه‌ييزو چارواکو سره اړيکه نيولې خو هغوی په دې اړه څه‌ نه‌دي ويلي.

تر اوسه نه‌ده مالومه چې دا ټولګي د چا له‌خوا سوځول شوي دي.

دا محلي ټولګي وروسته له هغه سوځول کېږي چې طالبانو په بهرنيو مؤسسو کې د ښځو پر کار له بنديز وروسته يونېسف په ارزګان او کندهار کې د زرګونه محلي ټولګيو فعاليت وځنډاوه.