هرات کې د نوروز راډيو وياند خالد قادري د طالبانو له بنده خوشې شو

خالد قادري

په هرات کې د نوروز په نوم د پخوانۍ سیمه‌ییزې راډیو ویاند خالد قادري له بنده خوشې شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې لیکلي دي چې، د هرات محکمې ښاغلی قادري په خواله رسنیو کې د انتقادي لیکنې له امله په یوه کال بند محکوم کړی و چې د سې‌شنبې په ورځ یې له زندانه ازاد کړ.

قادري نژدې دوې میاشتې د طالبانو په بند کې تېرې کړې.