غور کې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو په اعتراض کې يو ځوان په دوه مياشتې بند محکوم شوی

احمد مجیدي چې د طالبانو له‌خوا په بند محکوم شوی دی.

په غور کې یو ځوان د دې لپاره په دوه میاشتې بند محکوم شوی دی، چې د طالبانو له لوري یې د نجونو د زده‌کړو پر بندېدو اعتراض کړی و.

یوې سرچینې چې له طالبانو څخه یې د ویرې له امله د خپل نوم له یادېدو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، چې احمد مجیدي یوه اوونۍ مخکې په خپل فېسبوک کې د طالبانو له لورې د نجونو د زده کړو پر بندیز انتقاد کړی و، چې بیا طالبانو ونیو او پرون یې په دوه میاشتو بند محکوم کړ.

احمد مجیدي د غور د مرغاب ولسوالي اوسېدونکی دی.