حامدکرزی: پاکستان دې د تېرو څو لسيزو پاليسي بدله کړي

حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسي بدله کړي، له تهدید او زور زیاتي دې ډډه وکړي او په سیمه کې دې د سولې او ثبات لپاره له افغانستان سره د متمدنو او ښو اړیکو لار خپله کړي.

ښاغلي کرزي دا غوښتنه پرون په یوه بیان کې د خواله رسنیو له لارې وکړه.

د دې بیان تر خپرېدو یوه ورځ مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانونه جوړوي.

تر دې مخکې د دوشنبې په ماښام د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شو چې هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته خوندي پټن‌ځایونه ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله هم ویلي دي چې، د افغانستان په خاوره کې به ښایي پر هغو کسانو برید وشي چې پر پاکستان حملې کوي.