ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا چین ته سفر وکړي

د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف

ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر سبا پنجشنبه چین ته سفر وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چنینګ پرون وویل، چې سردار بیردي محمدوف د چین د ولسمشر شي جینپنګ په بلنه په دوه ورځني سفر چین ته ځي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې سفر په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.