د اسرائيل د ملي امنيت وزير په بيت‌المقدس کې له الاقصی جومات ليدنه وکړه

د اسرائیل د ملي امنیت ښي اړخي وزیر، ایتامار بن ګویر له الاقصی جومات څخه د ليدنې پر مهال

د اسرائیل د ملي امنیت ښي اړخي وزیر، ایتامار بن ګویر (Itamar Ben-Gvir) نن په بیت‌المقدس کې هغه ساحه وکتله چې الاقصی جومات په‌کې دی.

دا هغه سپېڅلې ساحه ده، چې هم یهودان او هم مسلمانان په درنه سترګه ورکته وګوري.

د اسرائیل ینیت (Ynet) خبري وېبسایټ د بن ګویر عکسونه خپاره کړي، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د ساحې په کتنه بوخت دی.

د اسرائیل د اپوزیسیون مشر او پخواني صدراعظم یایر لاپن خبرداری ورکړ، چې د ملي امنیت د وزیر دا ډول یوه کتنه ښايي تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

په همدې حال کې روغتیايي چارواکي او عیني شاهدان وايي، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې بیت لحم ته نږدې په تازه تاوتریخوالي کې د اسرائیل پوځیانو د شخړې پر مهال د فلسطین یو زلمکی وواژه.

د اسرائیل پوځ په دې باب څه نه‌دي ویلي.