د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين پر ملکي اهدافو بريدونو ته دوام ورکړی

اوکراين کې پر ملکي اهدافو د روسيې بريدونه

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر ملکي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین پوځ نن سې‌شنبه په خپل راپور کې دا خبره داسې وخت کړې چې پرون د روسیې پوځ پر کییف د تېرو لسو میاشتو له تر ټولو خونړیو حملو کې خپل لوري ته د پراخو ځاني تلفاتو خبر تأیید کړ.

اوکراین وايي د روسیې پوځ شپږ میزایل توغولي، ۵۲ هوايي او د راکټ لانچرونو ۷۷ نورې حملې کړې دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وايي، د میزاییلو شپږ واړه حملو او ۳۰ هوايي حملو ملکي تاسیسات ویشتلي دي.

دغه دفتر وايي، د اوکراین ځواکونو هم د شاهد په نوم په ایران کې جوړې شوې ۲۷ بې‌پېلوټه الوتکې چې د روسیې ځواکونو کارولې، په ډزو سره نسکورې کړې دي.