کندهار کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او ۱۳ ژوبل دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ پر لاره تېره شپه ناوخته د پاسو او مزدا موټر د ټکر په پېښه کې درې کسان مړه او ۱۳ نور زخمیان شوي چې ډېری یې ښځي او ماشومان دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وایي، په مړو کې دوې ښځي او یو ماشوم شامل دي او دغه راز په ټپیانو کې اته ماشومان او یوه ښځه شامله ده.

د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

د کندهار - کابل پر لاره د زابل په مربوطاتو کې هم تېره ورځ د يوې ترافيکي پېښې له امله يو شپږ کسان ژوبل شوي و.