طالبانو په کونړ کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی هم بند کړی

ارشیف: په کونړ کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

طالبانو په کونړ ولایت کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی هم بند کړی دی.

په دغه ټولګي کې، چې درې میاشتې پخوا پیل شوی، لسګونو نابینا نجونو بریل لیک لوست زده کاوه.

د نابینایانو لپاره د بریل لیک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پرانیستل شوي و، خو طالبانو دا مرکزونه یو په بل پسې بند کړل.

طالبانو د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه هم بند کړي دي.