د پاکستان په کوټه کې یو سړی د 'شپېتم' اولاد پلار شو

د پاکستان په نقشه کې د کوټې موقعیت

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یو سړی د شپېتم اولاد پلار شو.

دا سړی، چې جان محمد نومېږي، درې مېرمنې لري او تازه یې شپېتم زوی زېږېدلی دی.

جان محمد رسنیو ته ویلي چې پر وروستي زوی یې حاجي خوشحال نوم ایښی دی.

۵۰ کلن جان محمد د بل واده په لټه کې دی او لېواله دی چې د ماشومانو شمېر یې سلو ته ورسېږي.