طالبانو له ايران را وارد شوي د تېلو ۲۶ ټانکرونه بېرته مسترد کړي دي

انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت وايي ۲۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل چې نیمروز ته وارد شوي وو، بېرته ایران ته مسترد کړل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ستندرډ ملي ادارې پرون په یوه بیان کې ویلي چې تر لابراتواري چک وروسته د دغو تېلو نتیجه منفي راختلې وه.

د ستندرد ادارې ویلي چې، واردوونکي شرکتونه او اشخاص باید د بې‌کیفیته نفتي موادو له راوړلو ډډه وکړي که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.

تېره اوونۍ هم اوه ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد شوي وو.

بې‌کیفیته تیل د هوا ککړتیا او د ماشینونو د خرابېدو یو لوی عامل یادیږي.