د کابل د هوايي ډګر د پوځي برخې په لومړي قرول کې د پرونۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۱۸ ته ورسېد.
الجزیرې ویلي چې، د طالبانو یوې سرچینې هم د مرګژوبلو زیاتېدا تایید کړه.
پرون د دې چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښوول شوی و.
چاودنه پرون سهار د کابل ښار نظامي هوايي ډګر په بهرني قرول کې وشوه چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله واوښته.