مکسيکو کې پر زندان د وسله‌وال يرغل له امله ۱۴ کسان وژل شوي

د مکسيکو پوليس

چارواکي وايي، په مکسیکو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان هغه وخت ووژل شول، چې د جنایتکارو یوې ډلې هڅه وکړه، د دغه هېواد د شمال پر یوه زندان یرغل وروړي.

د مکسیکو د چي واوا ایالت د څارنوالۍ دفتر ویلي، لس امنیتي پوځیان او څلور بندیان هغه وخت ووژل شول، چې حمله کوونکي په پوځي موټرو کې د دغه ایالت یوه زندان ته له رسېدو سره سم ډزې پیل کړې.

د یکشنبې د ورځې په دې حمله کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي حمله کوونکو هڅه کوله بندیان خوشې کړي.

د حملې پر مهال لږ تر لږه ۲۴ بندیان په تېښته بریالي شوي دي.