امريکا کې افغان اعتراض کوونکو له امريکا د افغان مېرمنو د ملاتړ غوښتنه وکړه

يو شمېر افغان مېرمنې، انځور - ارشيف

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ځینو افغانانو پرون د سپینې ماڼۍ مخته اعتراضیه غونډه کې د امریکا له حکومت او نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

لاریون‌والو چې بېلابېل شعارونه یې له ځانونو سره لېږدول وویل، تر هغو چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي نه‌وي، واشنګټن او نړیواله ټولنه دې له طالب مشرانو سره تعاملات ودروي.

د اعتراضیه لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم خپور شو، چې په هغه کې د طالبانو د سیاسي او ډیپلوماتیکو دفترونو د تړلو او د طالب مشرانو د شتمنیو د کنګل کېدو غوښتنه شوې ده.

طالبانو د دې لاریون په باب کوم نظر نه‌دی څرګند کړی.