چين افغانستان کې د انرژۍ د توليد برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د کجکي برښنا بند

چین لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون یکشنبه خبر ورکړ چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او د چین د CRBC کمپنۍ له مشر او نورو کارکوونکو سره لیدلي.

په خبر کې زیاته شوې چې چینايي چارواکو د افغانستان لپاره د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

ملا عبداللطیف منصور د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له دغو چینايي چارواکو سره لیدلي.

هغه ازبکستان ته د وارداتي برښنا د تړون د تمدید په هدف سفر کړی.

ملا منصور سره له دې چې د ملګرو ملتونو له خوا د سفرونو د بندیز په لېست کې دی تاشکند ته تللی.