روسیې پر کییف څو توغندي توغولي

په کییف د توغول شویو توغندیو له امله د ویجاړیو انځور

د نوي کال په درشل کې د اوکراین په پلازمېنې کییف باندې د روسیې څو توغندي لګېدلي.

د اوکراین پوځ ویلي، دفاعي ځواکونو یې د روسیې له ۲۰ راکټونو ۱۲ راکټونه شنډ کړي.

شپږ توغندي د کییف په لور توغول شوي وو.

د اوکرایین د پیاده ځواکونو قومندان اولیکسي پاولوک په ټېلېګرام کې لیکلي چې د پلازمېنې په درېیو سیمو کې د یوه هوټل او یوه کور په ګډون ملکي سیمې ویجاړې شوې دي.

د اوکراین په لوېدیځ کې د ميکولايف او خملنيتسکي سيمو په ګډون پر نورو سيمو د روسي ځواکونو له راکټي بريدونو هم راپور هم ورکړل شوى دى.