پر اوکراين د روسيې تازه بريدونو کې ۳ کسان وژل شوي دي

د روسيې او اوکراين جګړه

د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو د یوې نوې څپې په پایله کې، پرون (دسمبر ۲۹) لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او لوېدیځ ښار لوېف تقریباً له برښنا بې برخې شو.

د اوکراین پوځ ویلي، چې د روسیې ډېر راکټونه یې شنډ کړي هم دي.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ډینس موناستیرسکي ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

خو نوموړي د دغو کسانو د ټپي کېدو او وژل کېدو ځاى مشخص نه‌کړ.

د اوکراین پر پلازمېنې کییف سربېره، د بریدونو دې نوې څپې د دغه هېواد دوهم لوی ښار خارکیف او د تورې بحیرې پر غاړه د اودیسې بندري ښار هم په نښه کړی دی.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی، لا هم دوام لري.