د نړۍ ۱۸ پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه سکالرشيپونه اعلان کړي

يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف

امریکا، قطر او د نړۍ شاوخوا ۱۸ بېلابېلو پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه سکالرشیپونه اعلان کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې دا بورسیې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې اعلان شوې.

که څه هم د نړۍ هېوادونو د افغان نجونو لپاره د بورسیو د هر ډول اسانتیا ژمنې کړي خو یو شمېر نجونې وايي اندېښمنې دي چې، که بورسیو ته کامیابې هم شي ښايي طالبان بهر ته د تګ اجازه ورنه کړي.