ريچارډ بېنيټ: د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شوي دي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ ویلي د افغان مېرمنو حقونه سخت تر پښو لاندې شوي.

ښاغلي بېنيټ په یوه ټوېټ کې بېګاه دا خبره کړې.

هغه زیاته کړې چې افغان مېرمنې د نورو انسانانو په څېر د تعلیم او کار مساوي حق لري.

ریچارډ بېنيټ ویلي د افغان مېرمنو تر څنګ دریږي او د حق غوښتنه یې کوي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د پوهنتونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ وتړلې او تېره اوونۍ یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.