د تومان ارزښت له لوېدو وروسته د ايران حکومت د مرکزي بانک رئيس بدل کړ

د ايران د ملي بانک کارکوونکي

د ایران حکومت پرون د مرکزي بانک رئیس په داسې حال کې بدل کړ، چې د دغه هېواد پولي واحد تومان د بهرنیو اسعارو په وړاندې ډېر ولوېد.

په ایران کې دغه اقتصادي بحران وروسته له هغې زیات شو، چې له لوېدیځ سره پر اټومي موضوع مذاکرو لږ پرمختګ وکړ او بله دا چې په دغه هېواد کې له څو میاشتو راهیسې اعتراضونه روان دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د کابینې تر غونډې وروسته حکومت محمد رضا فرزین د مرکزي بانک د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

په راپور کې ویل شوي، چې د مرکزي بانک د مخکيني مشر، علي صالح ابادي استعفی د ښاغلي فرزین تر ټاکل کېدو مخکې منل شوې وه.

فرزین تر تېر کال پورې د ایران د ملي بانک د اجرایه مدیر په توګه کار کاوه.

تېره چهارشنبه د امریکايي ډالرو په وړاندې د ایران پولي واحد تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد، چې یو امریکايي ډالر په کې په څه باندې ۴۴ زره تومانه تبادله کېده.