يونېسف: د روان کال د پوليو ضد وروستی کمپاين پرون پای ته ورسېد

انځور - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، د روان میلادي کال د پولیو ضد وروستی کمپاین پرون پای ورسېده.

په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول، کمال شاه پرون ازادۍ راډیو ته وویل، هدف نږدې ۷ ملیون ماشومانو ته ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکول وو.

نوموړی وايي: "دا کمپاین یوه اوونۍ مخکې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې عملي شوی و، چې په ۴ نورو ولایتونو ختیځو ولایتونو کې هم عملي شو او پرون پای ته ورسېد."

سږ میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې، خو په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې دي.