د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل طالبانو سره خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل، مارټین ګریفیټس

په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو له خوا د بندیز تر لګېدو وروسته ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل، مارټین ګریفیټس له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سفر راتلونکو اوونیو ته پلان شوی دی.

نوموړي وويل: "د طالبانو دې پرېکړې چې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کوي، له وړاندې اغېزې کړې دي، ځکه له دې بندیز سره باید مشخص فعالیتونه ودرول شي. زموږ نږدې ۷۰ فیصده پروګرامونه د ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو په مشارکت عملي کېږي."

الاکبروف زیاته کړه، چې ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.

د طالبانو اقتصاد وزارت روانه اوونۍ اعلان وکړ، چې ښځې تر بل امر پورې نه‌شي کولای چې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې کار وکړي.

د دې کار علت په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت ښوول شوی دی.

د طالبانو تر دغه اعلان وروسته په افغانستان کې ځینو بهرنیو ادارو له دې ډلې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا سیف د چلډرن، پاملرنې موسسې، د ناروې د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیوالې کمېټې خپل فعالیتونه وځنډول.