د اوکراین ولسمشر پارلمان ته د کال په وروستۍ وینا کې وویل، اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د یووالي او زړورتیا له کبله په ټوله نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی.
ولودمیر زلنسکي د خپل بیرق اسماني او زیړ رنګ د ازادۍ سمبول وباله او له خپله پوځ یې مننه وکړه چې د روسیې په وړاندې جنګیږي.
روسیې څه باندې لس میاشتې وړاندې پر اوکراین ناموجه یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو یوه راپور کې چې تازه خپور شوی راغلي، دې موده کې نژدې ۷ زره ملکي اوکراینیان وژل شوي او نژدې یولس زره نور ټپیان شوي دي.