جرمني د ايران اټومي تړون په اړه د خبرو د پيل احتمال رد کړ

انځور - ارشيف

جرمني د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د تهران د اټومي تړون په اړه د خبرو د پيل احتمال رد کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریستوفر برګر پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې لا هم په ایران کې په روانو اعتراضونو متمرکز دی.

هغه ویلي، هیڅ داسې نښې نښانې نه‌شته چې د ایران د اټومي تړون په اړه دې درول شوې خبرې بیا پيل شي.

د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ اټومي تړون ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو، خو امریکا ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووته.

د تړون غړو هېوادونو څو ځله په ویانا کې خبرې سره وکړې چې تړون بېرته ژوندی کړي، خو خبرو یې ښکاره پایله ورنه کړه.