روسيه کې يو محصل د ۶ تنو د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو

روسيه کې پرم پوهنتون

تیمور بکمانسوروف د روسیې په پرم پوهنتون کې د شپږ تنو د وژلو په تور په عمري حبس محکوم شو.

دا پرېکړه پرون د پرم په سیمه کې محکمې اعلان کړه.

پخوانی محصل بکمانسوروف د یوه نارینه او پنځو ښځو د وژلو او د نهه پنځوس نورو د وژلو د قصد په تور، همدا راز د دې کسانو شتمنۍ ته د زیان رسولو او د یوه پولیس د وژلو د هڅې په تور مجرم وپېژندل شو.

بکمانسوروف پروسږکال د پرم په پوهنتون کې چې دی اتلس کلن و په دې خلکو ډزې وکړې.

ده خپل تور منلی دی خو علت یې نه‌دی روښانه شوی.