طالب چارواکي: کندوز کې مو لسګونه زره جريبه ځمکه له غصب بېرته راګرځولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندوز ولايت موقعيت

په کندز کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې په لسګونو زره جریبه دولتي ځمکه یې له غاصبینو بېرته ګرځولې ده.

باختر اژانس په کندز کې د طالبانو د کرهڼې، اوبه خور او مالدارۍ د رئیس په وینا خبر ورکړ چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له غاصبینو څخه څه باندې دوه څلویښت زره پنځه سوه جریبه ځمکه نیولې ده.

کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېرې برخې یې د جمهوریت په وخت کې د طالبانو په لاس کې وې.

په تېرو څو لسیزو کې زورواکانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي ځمکې غضب کړې دي چې لاهم په اکثرو سیمو کې دا ځمکې د همدې کسانو په واک کې دي.