هندي پولیسو د څلورو جنګيالو د وژنې خبر ورکړی

انځور - ارشیف

هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پولیسو ویلي دي چې حکومتي سرتېرو نن څلور جنګیالي د یوې نښتې په ترڅ کې وژلي دي.

د اسوشیتد پریس د راپور پر بنسټ، د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي موکش سینګ ویلي دي، کله چې سرتېرو د جمو ښار په څنډو کې یوه لارۍ د پلټنې لپاره ودروله او پلټنه يې پیل کړه د لارۍ له دننه څخه ډزې وشوې.

د پولیسو په وینا دوی په ځوابي ډوز کې څلور جنګیالي وژلي دي او له موټر څخه اته میله اتومات وسلې او یو څه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

ويل شوي دي، د لارۍ چلونکی تښتیدلی دی او د نیولو لپاره يې عملیات روان دي.