امنيت شورا پر نجونو او مېرمنو د طالبانو وروستي محدوديتونه وغندل

د امنيت شورا ناسته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت له‌خوا د محدودیت پرېکړې غندلي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو تېره شپه په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او اساسي ازادیو په ضد دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو او کار د بندیز پرېکړې لغوه کړي.

انتونیو ګوتېرش نن پر خپله ټویټرپاڼه دا بندیزونه د نه توجیه وړ بشري سرغړونې یادې کړي دي.

ګوتېرش ویلي، د ښځو او نجونو د ګوښې یا غلي کولو اقدامات د یوه لوی رنځ او د افغانستان د خلکو د پياوړتیا د لویې ماتې لامل کېږي.

طالبانو د دسمبر په شلمه د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او د همدې اونۍ په پيل کې يې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار هم منعه اعلان کړ.