ماليزيا هيله ښودلې چې طالبان به له پوهنتونو د نجونو بندولو پرېکړه بدله کړي

يو شمېر افغان محصلانې

مالیزیا هیله‌من دی چې طالبان له پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنیوي پرېکړه بدله کړي.

د دغه هېواد د لوړو زده‌کړو وزیر محمد نورالدین پرون د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په نوم په یوه استولي لیک کې له هغه غوښتې دي چې دا پرېکړه بېرته بدله کړي.

د مالیزیا د لوړو زده‌کړو وزیر دا لیک په کابل کې د خپل سفارت له لارې د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ته سپارلی دی.

په دې لیک کې مالیزا د خپل هېواد د ښځینه محصلینو تجربه هم له طالبانو سره شریکه کړې ده چې په پوهنتونونو کې یې څومره درناوی کېږي.

طالبانو یوه اونۍ مخکې تر ثاني امر پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.