سوداګري شرکتونو چين کې د قرنطين محدوديت ليرې کېدو له پرېکړې هرکلی کړی

د چين بيرغ

تجارتي شرکتونو د چین د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د قرنطین محدودیتونه یې ليرې کړې دي او بهرنیو ته یې اجازه ورکړې ده چې دې هېواد ته سفر وکړي.

تجارتي شرکتونو دا پرېکړه د تجارتي فعالیتونو د بیا غوړېدو لپاره مهمه بللې ده.

چین پرون اعلان وکړ چې بهرنیان کولی شي چې د جنوري له اتمې وروسته دې هېواد ته سفر وکړي.

چین د کرونا وبا له امله د دوه زره شلم کال په لومړیو کې دغه هېواد ته د بهرنیانو پر تګ یو لړ محدودیتونه وضع کړل.

بل لور ته جاپان پرون دغه هېواد ته د بهرنیو پر تګ یو شمېر محدودیتونه ولګول او علت یې د کرونا زیاتېدل یاد کړل.