ملګري ملتونه: تېر کال بشري مرستو افغانستان کې د قحطۍ مخه ونيوله

ارزګان کې خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف

ملګري متلونه وایي، په تېر یوه کال کې بشري مرستو په افغانستان کې د قحطۍ مخه ونیوله.

دې سازمان پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اوس لپاره یو میلیون افغانان له سخت بحران سره مخامخ دي.

ملګرو ملتو اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي، که بشري مرستې اړمنو افغانانو ته په افغانستان کې ونه رسیږي دا هېواد به له سخت کړکېچ سره مخامخ شي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې طالبانو روانه اونۍ په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه چې له دې سره د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سیف د چلدرین)، کرسټین ایډ او د پاملرنې په شمول موسسو خپل فعالیتونه په افغانستان کې ودرول.

د ملګرو ملتو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق تازه ویلي دي چې، په دوه زره درویشتم میلادي کال کې به چې څو ورځې ورته پاتې دي، تر اته ویشت میلیونه ډیر افغانان بشري مرستو ته ضرورت ولري.