نصير احمد فايق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستيال څرګندونې غندلي دي

نصير احمد فايق

په ملګرو ملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د دفتر د مرستیال مارکس پوتزل وروستۍ څرګندونې غندلي دي.

د یوناما مرستیال ښاغلي پوتزل له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې، لوېدیځ هېوادونه دې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي.

ښاغلي فایق وویل، هیله‌من دی چې دا خبرې د ملګرو ملتونو د رسمي دریځ استازیتوب ونه‌کړي.

ملګرو ملتو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه‌دي ویلي.

وروسته تر دې چې طالبانو پروسږکال د اګست په میاشت کې کابل ونیو تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د ملګرو ملتو د دایمي استازي څوکۍ لاهم د جمهوریت د وخت له استازي سره ده.